وبلاگ شخصی عبدالجمیل "ذهین"
خبری، فرهنگی، اجتماعی،معلوماتی...
درباره وبلاگ


به وبلاگ من خوش آمدید

پيوندها
ردیاب جی پی اس ماشین
ارم زوتی z300
جلو پنجره زوتی

تبادل لینک هوشمند
برای تبادل لینک  ابتدا ما را با عنوان وبلاگ شخصی عبدالجمیل "ذهین" و آدرس zahin.LXB.ir لینک نمایید سپس مشخصات لینک خود را در زیر نوشته . در صورت وجود لینک ما در سایت شما لینکتان به طور خودکار در سایت ما قرار میگیرد.









ورود اعضا:

نام :
وب :
پیام :
2+2=:
(Refresh)

خبرنامه وب سایت:





آمار وب سایت:  

بازدید امروز : 3
بازدید دیروز : 0
بازدید هفته : 3
بازدید ماه : 11
بازدید کل : 2681
تعداد مطالب : 2
تعداد نظرات : 0
تعداد آنلاین : 1

نويسندگان
عبدالجمیل "ذهین"

آرشيو وبلاگ
تير 1392
خرداد 1392


آخرین مطالب
<-PostTitle->


 
پنج شنبه 6 تير 1392برچسب:, :: 8:9 :: نويسنده : عبدالجمیل "ذهین"

ځمکه ژاړې، اوښکي یې سرې وینې دي، بهیږې فریمانه!!!. اپلتې نه وایم هغه د بابا وینې دي دریاد دئ؟! دا همهغه وینې دي. دا د ښایسته پیغلکییو او مستي ځوانانو وینې دي، دا د لالا هډوکي او هغه د بابا وینه ده، چې بهیږي او د ځانځانۍ ونه خړوبوي. او دا ږغونه هم د زړو بوډاګانو فریادونه دي، چې حتمي در یاد دي دی، هو خو د بوډا خبره چا نه اوریده، سري غمناکي اوښکې یې وچې شوې. اوس ځمکه ژاړې د ځمکې سره آسمان هم ژاړې؛ باران دی د وینو او موږ په وینو کې لمبیږو؛ خو  بیا هم ازل لیک تر دي زیاته ویني موږ ته لیکلې دي. دا خو لا پایله نه ده چې موږ: د خندا او مستۍ دپاره هدیرو(ادیرو) ته ورځو، د ژړا دپاره خو تول ځایونه دي. د واده پرځای اروسی نیسي او ټول په اروسی کې شادي کوي وینې زویښي او د ویني ډک جامونه سره مستې جوروې، د آسمان لاري ټول سري بریښې؛ سپوږمۍ په اکربتیا کې ډوب دی، نور څوک لمر او سپینی صفا سهار ته په تمه نه کشینې، ټوله شپه سور وو او ټوله ورځ سره وې. ماشومان نور د اګابګا لوبه ځخه کړکه لري، ځکه خټه رنګ شوي په وینو دي، او د وینو سره لوبی نشې کوالۍ؛ دوي د وینو او سور رنګ نه کړکه لری، ځکه بابا ورته دریادیږی او ادی ورته دریادیږی ، ورورکۍ ورته در یادیږی چې په سور کفن کې سینګار وو او دا ډیره سخته لوبه ده آه آه آه آه...(افسوس). نور په وادو کې څوک بابولاله نه وایې راکتۍ ته په تمه وې او  دسا دا وروستۍ کلیمي تکراروي( لا الا الله، لا الا الله، لا الا الله ...).  اوریدلی مې وو د الالا(چپاول) چل،  خو دلته دخلکو ښادی الالا کیږي، دلته ارمچکانو زما دبابا د سروزړو بادشاهی تاج په الم غلم(فریبو) سره  الالا کوي. "ای غلیمه روزې دي اندیر شه" چې زړونو کې دي انګار او ادیرو(هدیرو) کې  دې اندیرۍ جور کړل.

 دا اټالوونکي(غمیزي) خبري دي خو باید واوریدل شي، باید د ازل لیک ولوستل شي اودا وچې پوچې خبری د منځه ویستول شي او  باید ....

انډک سونډک که څه هم د ژمي سړیا دیړوي خو چې ژمۍ ختموې نو خوشنام او هیله بښوونکی وي. خو ددي ویني بهیدو ته هیڅ هیله او قیمت نشته، ای د دنیا رسنییو! د غَربَکِیانو اپلتې، انګولا او انګ وهل انګازوئ خو دلته د بوډا د زره حال نه عالم بی خبره ده. دلته نړۍ، د وینو د ولیو نه بی خبره ده. دلته خلک خندا ته دیغ شوی؛ خو نړۍ بی خبره ده.  په رښتیا بی خبره ده؟ که دا جفاد ده موږ سره؟ دا جفا ده، په خدای چې دا لوی جفا ده دسلام سره، د انسان سره  او افغان سره.

 

نو غواړه بابو جانه باران د رحمت چې ځمکه پاکه شي د وینو او ونه شنه شي د وحدت، چې ها، ها، هاها، هو (خوشي)کړو. بیا به بابا وِي او پر اوږو به یې سپور شو، د مور گرم غیږه وې، لالا وی او دادا وې. آه، آه، آه، آه، (افسوس).

خو ته ای افغانه! دا غلیمان " اوبه خړوي او موږ ته لمبې ورکوي نو د خلاصون لاړه "اوبه ورسره غلبیلول دی" نه دا چې صبر و کړو تر سو  چې "اوبه په پیچومی ختلی وی". راځئ چې اور له خپله سره و وژنو او پردیو دپاره، ځان  ته اور لټول پریږدو. د اوښ پر لکۍ سپریدل زموږ په افغانی ارزشتونو کې ځای نه لرې؛ او موږ ته لازمی ده چې غلیمانو ته داسی درس ورکړو لکه پخوا، چې ایرې په خوله بیرته خپلو کورونو ته په ټیټو سرونه لاړ سې، او دا په اتفاق او یوبل سره په توافق  کیږی، په ملت کیدل، په یو موټی کیدل او په افغان کیدل منځته راځې. او افغانی کیدل په علم او پوهه سره، نو ستاسو کار دی چې ځان سنګه پوهوئ.

دا زما د زره خبوري وو د افغان د زره خبوري، څوک چې وایې سولی ته تږی یم جګره دی ورکه شي څوک چې بابا ته او مورکۍ ته دیغ شوی دی، څوک چې د وطن نه لیرې پردیو هیوادونو کې د خپل وطن پیغور خورِ ي ، څوک چې یوازی ژاړې او فریاد کوي خو ژرایې د پلار او مورکۍ پر قبر وچیږې او فریاد یې څوک نه اوری. څوک چې د ارمچکو(حرامیانو) د سیاسی لوبو شکار شوی دي. او څوک چې ورته زمړۍ وایې، خو ویده ده او شغال ورته پاس کوی آه، آه، آه، آه...(ډیرافسوس) اوهو، اوهو، اوهو... ( تعجب).